سره میاشت: د افغانستان خلک له خورا بد بشري بحران سره مخ دي

سره میاشت: د افغانستان خلک له خورا بد بشري بحران سره مخ دي

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د بشري ناورين د هواري او په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره يې د ٨٠ ميليونه فرانکو غوښتنه کړې ده.

دغه فدراسیون د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي، ۲۶مه) ویلي چې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس، یا تر ۵۰ سلنې زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

سره صلیب په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې خلک د یو لړ کړکېچونو تر فشار لاندې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان له خورا ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان کافي ډوډۍ نه لري.

د نړیوال سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې په وینا، نیمایي ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د خوارځواکۍ له جدي بحران سره مخ دي.

دغه سازمان چې بشري خدمتونه وړاندې کوي وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د اړخونو په زیاتیدو سره یې له ۳۶ میلیونو فرانکو څخه ۸۰ میلیونه فرانکو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د خپل راپور په پای کې ویلي، چې له دې مرستو سره به د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې د خپلو مرستو کچه له ۱۹ ولایتونو څخه ۳۴ ولایتونو ته لوړه کړي.

بیشتر بخوانید:  حنا رباني د تورخم په پوله د افغانانو سره د اسانتیاو او د باعزته چلند غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x