د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپلو نوي څرګندونو کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چي دین باید انحصار نه شي او خلک باید په فساد تورن نه شي. حقاني چې نن (یکشنبه، د قوس ۱۸مه) د یوې جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل: “تاسې دا فکر مه کوئ چې زه حاکم یم، هرڅوک باید زما خبرې ومني.” هغه زیاته کړه: “موږ د خدای په وړاندې مسؤل یو او خدای به زموږ پوښتنه وکړي.” د طالبانو د کورنیو چارو وزیر هم څرګنده کړه: “که خلک فساد او کفر ته نږدې شي، دا د خلکو نه، بلکې د حاکمانو ضعف او بې غوري څرګندوي.”

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112238
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 112238
منتشر شده در 11:31 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط