زلمی خلیلزاد: په افغانستان کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري شتون د امریکا او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ لامل شوی

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري آژانس له مخې خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک د ترلاسه کولو د لومړۍ کلیزې په مناسبت له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا له ۱۸ کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې وو او واشنګټن ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار د طالبانو له خوا د مشروع حکومت په رسمیت پیژندل دي.

د خلیلزاد په وینا د نړیوال وضعیت د بدلون او د جګړې د لوړ لګښت په څېر دلایلو په تدریجي ډول امریکا دې پایلې ته ورسوله چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني او له هغه وروسته طالبان او افغان حکومت مذاکراتو ته داخل شول.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ او بایډن دواړه دې نتیجې ته رسیدلي وو چې که دوی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغان ډلو تر منځ د سولې تر هوکړې پورې وځنډوي، ښايي دغه هوکړه لاسلیک نه شي. او دا به د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو لامل شي چي دا له افغانستان څخه د وتلو اړتیا په اړه د دواړو ولسمشرانو له چلند سره په تضاد کې دی.

د مرکې په یوه بله برخه کې زلمي خلیلزاد ویلي چې د مرکې په یوه بله برخه کې زلمي خلیلزاد ویلي، چې طالبانو له څپل ژمنې سره سم په ۱۸ میاشتو کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه دي کړي، په داسې حال کې چې امریکا د افغان حکومت له ځواکونو سره مرسته کړې چې پر طالبانو بریدونه وکړي.

بیشتر بخوانید:  مجاهد: د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له څو پوځي لارو کار اخیستل کېدای شي، وویل چې اوس مهال داسې نه ښکاري چې پوځي انتخاب په پراخه کچه لکه د افغانستان اشغال تر بحث لاندې وی، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امریکا د ګټو د دفاع لپاره پوځي عملیات اړین دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x