روسیه: د منع شویو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ویستلو پروسه په قوانینو کې تعدیل ته اړتیا لري

روسیه: د منع شویو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ویستلو پروسه په قوانینو کې تعدیل ته اړتیا لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودنکو له دولتي ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې له دغه لېست څخه د طالبانو د ویستلو پروسه اوږده وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا کار د شته قوانینو تعدیل ته اړتیا لري. رودنکو دې حقیقت ته په اشارې سره چې طالبان اوس په افغانستان کښې په قدرت کښې دی د یوه موجود حقیقت په توګه له دغې ډلې سره د تعامل په اهمیت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو له لست څخه د دغې ډلې له ویستلو پرته به له طالبانو سره د اړیکو پراختیا ناشونې وي.

بیشتر بخوانید:  د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې پر حل د احمد مسعود ټینګار
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x