روسیه: د ترهګرو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پروسه روانه ده

روسیه: د ترهګرو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پروسه روانه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پروسه روانه ده. روسي چارواکو ویلي دي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به وروستۍ پریکړه اعلان شي. دغه وزارت، د روسیې د پارلمان لخوا د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې تصویب شوي قانون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا قانون د ترهګرو ډلو د وضعيت د ځنډولو لپاره شرایط مشخص کوي. د دې قانون له مخې، د منع شویو ډلو په لیست کې د بیا کتنې امکان شته، او طالبان هم ممکن په دې بدلونونو کې شامل شي.

بیشتر بخوانید:  د اسلام‌قلعه په پوله کې د طالبانو د دفاع وزارت او ایراني چارواکو ترمنځ غونډه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه