روسیه او هند کولی شي د افغانانو خپلمنځي خبرو د بیا پیل لپاره همکاري وکړي – کابلوف

لنډ لینک: https://memar.press/?p=1775
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1775
کې خپور شو 1:02 ب.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جمعې پر ورځ (د مرغوني ۲ ) د روسیې ځانګړي استازي کابلوف له هندي ورځپاڼې “دی هندو” سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت باید د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني له تېروتنو او له ۲۰۰۱ ز. کال مخکې حکومت له تجربو زدکړه وکړي.

هغه ویلي: دا موضوع، چې د افغانانو ترمنځ د مشورو، پراخ استازیتوب، لویې جرګې او یا بل څه له لارې د حل لار وموندل شي؛ افغانان یې باید په اړه پخپله پرېکړه وکړي. روسیه چمتو ده، چې د کابل د غوښتنې په صورت کې پدې اړه همکاري وکړي. مونږ باور لرو، چې د هند رول ته به هم اړتیا وي.

کابلوف په ډاګه کړې؛ دا هم حقیقت دی، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولې خاورې مالک دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مخالف ځواکونه له اسلامي امارت سره د ډغرې وهلو وس او ځواک نلري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې ده.

ضمیر کابلوف وایي: مونږ وینو، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ځواکونه په هېواد کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې په ځغرده بڼه مبارزه کوي. سره له دې، چې دا ستونزه په بشپړه توګه له حل څخه لرې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 6
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 6
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (سه شنبه د 1404 کال د عقرب 6)
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (سه شنبه د 1404 کال د عقرب 6)
وزیر-تحصیلات-طابان-
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: د هېواد تعلیمي نظام د «اسلامي او افغاني کلتور» سره سم تنظیم سوی
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام د هېواد د دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق بیاکتل سوی او علماو او د پوهنتون استادانو له دې لیدلوري ملاتړ کړی دی.
سخنگوی-طالبان-1-7
ذبیح الله مجاهد: د طالبانو او پاکستان خبرې په ترکیه کې ادامه لري
د طالبانو د حکومت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې د درېیمې ورځې لپاره ادامه لري او د طالبانو حکومت په دې باور دی چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل سي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.