د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ازبکستان کې د روسیې د سوداګرۍ د ماموریت مطبوعاتي دفتر یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي د دواړو هېوادونو متخصصینو په رسمي ډول د افغان-ټرانس ریل پټلۍ د پروژې د ډیزاین پروسه پیل کړې ده.
د دې اعلان پر بنسټ، د ټرانس-افغان ریل پټلۍ پروژه به د ازبکستان له ترمز څخه مزار شریف، کابل او په پاکستان کې پیښور ته لاره وصل کړي.
دا پټلۍ په ځانګړي ډول د جنوب ختیځې آسیا، د خپلواکو هیوادونو د مشترک المنافع هیوادونو، چین او اروپا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په سیمه کې د یوې نوې او دوامداره ترانزیتي لارې رامینځته کول دي.
روسي چارواکو اعلان کړی چې د دې پروژې پلي کول کولی شي د بار وړلو وخت او لګښت له 30 څخه تر 40 سلنې پورې کم کړي.