د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په یوه تاریخي او په زړه پورې سیالۍ کې د اسیا د درېیمې لوبډلې په توګه بریالۍ شوه چې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره کوالیفای شي. د افغانستان د فوټسال لپاره دا ستره بریا وروسته له هغه ترلاسه شوه چې د پاناما ملي لوبډلې په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې د تاجکستان لوبډلې ته د ۸-۳ په توپیر ماتې ورکړه. په دې بریا سره پاناما په ګروپ کې د دریمې درجې د مخکښو ټیمونو په توګه د اتلولۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه او په نتیجه کې یې افغانستان ته په ګروپ کې د دریم ټیم په توګه د مخکې کیدو لاره هواره شوه. د افغانستان د فوټسال لوبډلې د انګولا پر وړاندې له ګټلو او د ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې له ماتې وروسته په خپل ګروپ کې درېیم مقام خپل کړ او د پاناما له بریا وروسته د دریمې لوبډلې په توګه د فوټبال نړیوال جام د ناک آوټ پړاو ته ورسېد.

- 130
- کې خپور شو 10:18 ق.ظ
- د خبر شمیره 10551
- September 23, 2024
- کې خپور شو 10:18 ق.ظ
- د خبر شمیره 10551
- September 23, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 10:18 - September 23, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10551
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د قومي او جنسیتي تنوع پرته د طالبانو په رهبری جوړښت کې محدود بدلونونه
15:30 - January 1, 2026

قاسم سلیماني؛ په منځني ختيځ کي د ځواک د نوي تعادل بنسټګر
15:26 - January 1, 2026

د یوې ادعا د رښتینولۍ پلټنه: آیا طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې سیاسي پرمختګ کړي دي؟
14:49 - January 1, 2026

د طالبانو او عمان ترمنځ د ترانسپورت د همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې
14:08 - January 1, 2026
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments