د کورونو له کړکیو د ښځو د لیدو د محدودولو په اړه د طالبانو نوی حکم

فرمان تازه طالبان درباره محدودیت دید زنان از کلکین خانه‌ها

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دا امر صادر کړی دی چي په دې اساس د هغه ډول کړکۍ جوړول حرام دي چې له هغې څخه ښځې په پخلنځي یا د ګاونډيو سراي کې لیدل کیدای شي. د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده امر کړی چې د کورونو کړکۍ دې داسې جوړ شي چې د پخولو، ناست او ولاړېدو پر مهال د ګاونډیانو ښځې ونه لیدل شي. د دغه حکم په دويمه ماده کې راغلي چې د ودانيو خاوندان مکلف دي چې د ګاونډي کور ته د کړکۍ په صورت کې د دېوال په جوړولو او يا د پردې يا کوم بل مناسب وسيلې په کارولو سره د ګاونډي په کور کې د ننه د ليدلو مخه ونيسي. دغه حکم ښاروالۍ او اړوندو بنسټونو ته استول شوی، ترڅو د هغو بلډینګونه مخه ونیسي چې له دغه حکم سره په ټکر کې وي.

بیشتر بخوانید:  د مقاومت ملي شورا: موږ د افغانستان د تاریخ په تر ټولو توره دوره کې یو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه