د کرزي او د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې اوتنبایوا ترمنځ لیدنه؛ د نجونو د ښوونځیو په بیړنۍ پرانیستلو ټینګار

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر تېره شپه (د عقرب ١٨مه) يوه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل: “د هېواد پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا سره دوستانه ليدنه وکړه او هغې ته يې افغانستان ته ښه راغلاست ووايه او هغه مسؤلیت چې یې په غاړه اخیستی دی هغه ورته د بریالیتوب هیله لري.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر اوسنيو حالاتو د خبرو تر څنګ د نجونو لپاره د منځنيو او لېسو د ښوونځيو پر پرانستلو ټينګار وکړ او په هېواد کې يې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره د ملي خبرو اترو پيلېدل ضروري وګڼل.

داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څه باندې یوه کال راهیسې داسلامي امارت په واکمنۍ کې دنجونو دښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي او نه هم خلاصې شوې دي.

بیشتر بخوانید:  د اتریش په پلازمینه کې د طالبانو ضد سیاستوالو غونډه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x