د کانکور ازموینې ناڅرګندې نېټې زده‌کونکي اندېښن کړي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=567
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 567
کې خپور شو 7:29 ب.ظ

دغه زده‌کوونکي زیاتوي، د کلونو کړاوونو او هڅو په منلو سره یې پوهنتونونو ته د داخلېدو لپاره چمتووالی نیولی، خو د کانکور د ازموینې برخلیک لا هم روښانه نه‌دی.

له دولسم ټولګي فارغ شوی حسن الله وايي، پنځه کاله یې له خپلې کورنۍ لرې په ډېرو کړاونو سره د کانکور ازموینې لپاره چمتوالی نیولی، خو تر اوسه د کانکور ازموینې د نیټې څه څرک نه لګيږي.

حسن‌الله په‌دې اړه وايي: «له اندرابه کابل ته د کانکور ازموینې چمتوالي ته راغلی یم، څو د خپلې خوښې رشتې ته بریالی شم، خو اسلامي امارت د کانکور ازموینه ځنډوي چې دا موږ ناهیلي کوي.»

دغه زده‌کوونکي د کانکور ازموینې د نیټې نه روښانوالی د نه منلو ګڼي.

زده‌کوونکې صفیه وايي: «د کانکور ازموینه دې تر سره شي چې زموږ راتلونکی څرګند شي، څو د ښوونکي او ډاکټر په توګه خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.»

له دې سره سم، په کابل کې د یوه روزنیز مرکز مسوول وايي، سږ کال د کانکور ازموینې د چمتوالي لپاره په ټولګيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر کم دی.

د یوه کورس مسوول سالم هاشمي وايي: «په هغه صورت کې چې د کانکور ازموینه وانخیستل شي، زده‌کوونکې بې‌انګېزې او بې‌برخلیکه کېږي او دا له هېواده د ځوانانو د وتلو لامل ګرځي.»

د کانکور ازموینه هر کال په ګرمسیر ولایتونو کې د تلې په میاشت کې اخیستل کېده او د ازموینې پایلې د سنبلې په میاشت کې اعلانېدې، خو د لوړو زده‌کړو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د سږ کال د کانکور ازموینه به وځنډول شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
افزایش-پنج_برابری-واردات-افغانستان
د افغانستان د رېل‌پټلۍ له لارې د سوداګرۍ نوې مرحله
د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د خواف – هرات د رېل‌پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیات سوي دي؛ دا پرمختګ کولی سي د افغانستان د سوداګرۍ لوری له ایران او سیمه‌ییزو هېوادونو سره په بنسټیز ډول بدل کړي.
سخنگوی-طالبان (1)
طالبان: د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بې‌اهمیته دي
ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستۍ څرګندونې او ګواښونه «بې‌اهمیته» بللي او ویلي یې دي چې د هغه د فعالیت اندازه یوازې تر ټویټ پورې محدوده ده.
teacher-in-afg
د یونیسف او د اروپا ټولنې ملاتړ د ښځینه ښوونکو د پیاوړتیا او پرمختګ له پروګرام څخه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې دا اداره د اروپا د ټولنې په مالي ملاتړ له هغه پروګرام څخه ملاتړ کوي چې موخه یې په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو روزنه، پرمختګ او پیاوړتیا ده.
1930789
له کابل څخه تر غزې پورې، د خبریالانو وژونکي خوندي دي!
رسنۍ یوازې د خبر لیږدونکي نه دي، بلکې د مدني کلتور او ټولنیز پوهاوي جوړونکي دي. هره ټولنه چې خپل خبریالان پکې آزاد وي، خلک یې هوښیار دي او حکومت یې ځواب ویونکی دی. خبریالان چې هوښیار او مسؤل وي، د ټولنې ښوونکي دي؛ دوی د خپل قلم په وسیله ملتونه د ناپوهۍ له خوبه راویښوي او د حقیقت په رڼا کې د خبرو، زغم او درناوی فرهنګ ته وده ورکوي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.