د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو او نړیوالې پراختیا کمیټې اعلان کړه چی دا د افغانستان د پخواني پاچا عبدالرحمن خان تر قوماندې لاندې د ۱۸۹۱ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ د هزاره ګانو په وړاندې ترسره شوي جرمونه په رسمیت پیژني. دغې کمیټې ویلي چې هزاره ګان د حکومت د تاریخي ظلمونو او د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته د دوی د اوسني وضعیت له امله په نړیواله کچه د خپلو کړاوونو د ملاتړ او درنښت مستحق دي. د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو څانګې په خپل راپور کې د عبدالرحمن خان په دوره کې د «د هزاره ګان نسل وژنې» په اړه د څېړونکو او کارپوهانو د شهادتونو یادونه کړې ده. یو شمېر یې چې د کاناډا او استرالیا په پوهنتونونو کې تدریس کوي، ټینګار کوي چې په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان د هغه وخت پاچا امیر عبدالرحمن د واکمنۍ پر مهال د هزاره ګانو ډله ییزه وژنه باید په رسمیت وپېژندل شي.

- 49
- کې خپور شو 2:52 ب.ظ
- د خبر شمیره 103911
- October 10, 2024
- کې خپور شو 2:52 ب.ظ
- د خبر شمیره 103911
- October 10, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:53 - October 10, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=103911
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د مهاجرو ایستل؛ له دوو زرو ډېرې کورنۍ په یوه ورځ افغانستان ته ستنې سوې
15:53 - November 23, 2025

د پاکستان له تړل سویو پولو سره د افغانستان د صادراتو وده
15:49 - November 23, 2025

آیا پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د نوې وینې په لټه کې دی؟
15:42 - November 23, 2025
جنرال یاسین ضیا د افغانستان د رهبري لپاره غوره ټاکل سوی شخصیت بلل کېږي
14:38 - November 23, 2025