د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کابل سرینا هوټل، چې د پلازمینې یو له مشهورو استوګنځایونو څخه وو او له کلونو راهیسې یې ډیپلوماتانو، لوړ پوړو چارواکو او بهرنیو مسافرو ته هرکلی ویلی، اعلان کړی چې نن، شنبه، د دلو ۱۳مې نیټې څخه به په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي. هوټل په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په کابل کې دولتي ادارو او ځانګړو میلمنو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د دوو لسیزو خدماتو وړاندې کولو وروسته، نور به په افغانستان کې فعالیت ونکړي. خو ټینګار یې کړی چې د نړۍ په ۹ هېوادونو کې به په خپلو ۳۳ نورو څانګو کې خدمات وړاندې کړي. خو د کابل سرینا هوټل مدیریت د دې پریکړې دلیل نه دی څرګند کړی. په همدې حال کې طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

- 62
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 118955
- February 1, 2025
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 118955
- February 1, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:22 - February 1, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118955
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



