د ډان ورځپاڼه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي بن‌بست د اندېښنې وړ دی

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې په وینا، د افغانستان طالبان او د هغوی اړوندې ډلې، په ځانګړي ډول (TTP)، د سرحدي فعالیتونو له لارې د دواړو هېوادونو د امنیت وضعیت لا پسې پېچلی کړی دی.
د ډان ورځپاڼه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي بن‌بست د اندېښنې وړ دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په یوه تازه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د افغانستان طالبان او د هغوی وسله‌وال متحدین د خپلو دوامداره سرحدي فعالیتونو له لارې د سولې او ثبات راتلونکی تریخ کړی دی.

ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې یوازې پر پوځي فشارونو تکیه کول پر طالبانو اغېزناک نه‌ دي، ځکه چې طالبان د یو عصري دولت له جوړښتونو بې‌برخې دي او د هغوی اړوندې وسلوالې شبکې د لږ لګښت، عقیدوي هڅونو او چریکي وسلو په مټ فعالیت کوي.

ډان زیاتوي، دا ډلې د پټو عملیاتو او چریکي بریدونو په تاکتیکونو سره د پولو امنیتي توازن ګډوډ کړی دی، او هر ډول پراخ نظامي فشار، پرته له اغېزمن ډیپلوماټیک چوکاټ څخه، کولای سي بحران نور هم ژور کړي.

د دې ورځپاڼې شنونکي باور لري چې د ستونزې اصلي حل په ترکیبي تګلارې کې نغښتی دی یعنې د هوښیارې ډیپلوماسۍ او محدودو نظامي اقداماتو ګډ کار، چې باید د سیمه‌ییزې همکارۍ او د باور جوړونې له لارو سره مل وي، تر څو د بحران د پراخېدو مخه ونیول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط