د چین سفیر: په نړۍ کې یو چین شتون لري او تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده

memaarpress.com
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=808
۳ کلونه مخکی
شماره خبر 808
منتشر شده در 4:56 ب.ظ

په دې غونډه کې د چین سفیر، د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د مشرې نانسي پېلوسي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل چې د مېرمن پېلوسي دغه کار د یو چین پېژندنې له اصل او د چین او امریکا له درېیو ګډواعلامیو څخه په ډاګه سرغړونه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو سیاسي بنسټ یې سخت زیانمن کړ.

هغه زیاته کړه: چین له دغه سفر سره سخت مخالفت لري او په کلکه یې غندي.

وانګ یو، د تایوان د تاریخچې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د چین حکومت، په ۱۶۷۴ کال تر پوځي ولایتي حکومت لاندې د تایوان سیمه ییز حکومت جوړ کړ او پدې سره په ۱۸۸۵ کال کې تایوان شلم ولایت وګنل شو.

د هغه په خبره؛ د چین او جاپان ترمنځ سمندري جګړې په پایله کې، تایوان له چین څخه بېل شو او د شلمې پېړې په څلورمه لسیزه کې، چینایانو له جاپانیانو جګړه وګټله او تایوان بېرته له چین سره یوځای شو.

هغه څرګنده کړه چې چین د نړۍ له ۱۸۱ هېوادونو سره ډيپلوماتیکي اړیکې لري او امریکا هم په ۱۹۷۹ کال کې، له چین سره د سیاسي اړیکو د ټینګېدو په اعلامیه کې د چین ولسي جمهوریت د مشروع حکومت په توګه پېژندلی دی.

د ښاغلي یو په خبره؛ امریکا تایوان ته د مېرمن پېلوسي د وروستي سفر په ملاتړ سره، خپله کړې ژمنه ماته کړې او غواړي چې د تایوان له مسئلې څخه په استفادې سره د چین د پرمختګ مخه ونیسي چې د دې ترینګلتیا پړه د امریکا پر غاړه ده.

وانګ یو، امریکا د سیاسي شخړو پر راپارولو، د سیمه ییز حالت او امنیت پر ترینګلتیا او ګواښولو، سپین ته پر تور او تور ته پر سپین ویلو او د نړیوالو نظر ته په سپکاوي، په نړیواله ټولنه کې د نظریې د ګډوډوۍ په موخه د تایوان مسئلې د روسیې د اوکراین له شخړې سره پر نښلولو، د تایوان تنګی د اوسني حالت د بدلولو په اړه پر چین د بې دلیله تورونو پر لګولو، د چین د جدي احتجاج له په پام کې نیولو پرته د خپلسرو عملیاتو پر ترسره کولو او د نړیوال قانون پر نه پام کولو تورن کړ او په ډاکه یې کړه چې په نړۍ کې یو چین شتون لري، تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چین ولسي جمهوریت د دغه هېواد په استازیتوب یوازېنی مشروع حکومت دی.

د چین سفیر، امریکا په نړۍ کې تر ټولو لویه جګړه پلورونکې، د نړیوالې سولې تر ټولو لویه ویجاړوونکې او د سیمه ییز ثبات تر ټولو لویه ستونزه جوړوونکې وبلله او ویې ویل چې دغه هېواد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیاتې شخړې راپارولي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کړې او د ګډوډیو په رامنځته کولو سره یې زیاتې شتمنۍ ترلاسه کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر د خپلو خبرو په څنډه کې، په افغانستان کې د امریکا تېرې شل کلنې جګړې او په دغه هېواد کې ځینو جنایتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د افغانانو ارادې ته له پامه غورځولو سره، د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ، چې په پایله کې د دغه هېواد ملي حاکمیت، امنیتي او پرمختیايي ګټو ته سخت زیانونه ورسېدل.

د هغه په وینا؛ امریکا اوس هم افغانانو ته ستونزې جوړوي؛ پر افغانستان یې خپلو اقتصادي او پولي بندیزونو ته دوام ورکړی او د افغانانو شتمنۍ یې کنګل او غلا کړې ده.

وانګ یو، په خپلو خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې له لاس ته راغلي فرصت څخه دې په استفادې سره، خپل وطن آباد، خپله راتلونکې او برخلیک دې په خپله وټاکي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې چین به د ښه ګاونډي، ورور او همکار په توګه له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ولایت-پکتیا-1
پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست
د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په سیمه کې ترسره سوي، لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان سوي دي.
6019150843347061023
د “ملي یووالي” ستاینه د پاکستان پر وړاندې؛ خالد زدران: د خلکو یووالی د تمې هاخوا وو
خالد زدران، د حقاني شبکې له مخکښو غړو او د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو د افغانانو د یووالي ستاینه کړې ده.
1a47eabfae8a9f27abf2de0620ec4b339ab770e5-973x546-1
نور ولي محسود: ژوندی یم او د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه اخلم
د (TTP) مشر نور ولي محسود وروسته له هغو راپورونو چې ويل سوي وو هغه په يوه هوايي برید کې وژل سوی، د يو ويډيوي پيغام له لارې څرګنده کړه چې ژوندی دی او په قبایلي سيمو کې فعاليت کوي.
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د 1404 کال د میزان26)
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپ‌اچوونکو د درجه‌ بندۍ په سر کې ځای ونیوه
۳ ورځې مخکی
ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه
۳ ورځې مخکی
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
۳ ورځې مخکی
د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان د نړۍ د لوږې د بحران زړه دی
۳ ورځې مخکی
برنامه جهانی غذا: افغانستان، قلب بحران غذایی جهان است
د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو پټنځای مو په کابل کې بمبار کړی دی
۳ ورځې مخکی
د اروپایي اتحادیې استازی په کابل کې؛ اروپا له طالبانو څه غواړي؟
۳ ورځې مخکی
طالبان: اوربند د پاکستان په غوښتنه ټینګ سو
۳ ورځې مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان24)
۳ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۷ ورځې مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۳ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۳ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۴ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۱ میاشت مخکی
1:27 ب.ظ