د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت د ولس د ساتنې مسوول دی

memaarpress

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ؛ دغه غونډه د مولانا جلال الدين محمد بلخي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون مسوولينو او د لويديځو ولايتونو ولايتي استازو برخه اخيستې وه.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه اسلامي امارت لايحه تنظيم کړې، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي پروسه د همدې لايحې پر اساس پر مخ وړل کېږي.

نوموړي غونډې ته د یاد کمېسیون مقرره چې په ۲ فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتيب شوې او د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري توشيح شوې تشريح کړه او د وينا په پای کې يې د غونډې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

دغې غونډې ته د عدليې، ښار جوړولو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو سرپرستانو، د هرات والي او يو شمېر نورو لوړ پوړو مسوولینو هم ويناوې وکړې

د یادونې وړ ده، چې د دې کميسيون لومړۍ غونډه په کابل کې د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ کې جوړه شوې وه، چې په کې د ۱۷ ولايتونو د کمېسيون استازو او مسوولينو ګډون کړی و.

بیشتر بخوانید:  طالبان: په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x