د یاد خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته تېره اوونۍ د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د نجونو څلور لېسې او د دغه ولایت په سمکني ولسوالۍ کې د نجونو یوه لېسه بېرته پرانیستل شوه.
وروسته له هغه چې د يادو ښوونځيو د پرانيستلو خبر خپور شو، د طالبانو وياند وويل چې د پېښې په اړه پلټنې کوي او له هغه وروسته طالبانو ياد ښوونځي بېرته وتړل.
د ښوونځیو یو ځل بیا تړل د پکتیا د زده کوونکو د اعتراض لامل شوی. دوی تېره ورځ د پکتيا د پوهنې رياست مخې ته راټول شوي وو او د پوهنې د حق او د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره يې شعارونه ورکول.
د پکتيا د نجونو زده کوونکو له لاريون وروسته، سرچينې خبر ورکړ، چې طالبانو يو شمېر لاريون کوونکي نجونې او د نجونو د لېسو يو شمېر مديران نيولي او د ګردېز ښار د پوهنې رييس يې کندهار ته احضار کړی دی.
د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وايي، د نجونو زده کړه د هېواد پر راتلونکي باور کول دي.
هغه د پکتيا د نجونو د زده کوونکو د لاريون د ويډيو په خپرولو سره هغوى مخاطب کړل او ويې ويل: “پوهنه، کار او ازادي ستاسو حقونه دي. زه د یو ورور په توګه په دې جګړه کې ستاسو تر څنګ ولاړ یم او له شک پرته بریا زموږ ده.»
مسعود زیاتوي: “هیڅوک نه شي کولی دا حق له تاسو څخه واخلي.”
یو کال کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې دي. دې ډلې د خلکو، سیاستوالو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو هیلې له پامه غورځولې او د نجونو د ښوونځیو په تړلو ټینګار کوي.