د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر عاطف اکرام شیخ وايي: د سپین بولدک – چمن لارې دواړو غاړو ته زرګونه موټر بند پاتې دي او اسلام اباد باید دغه پوله ژر پرانېزي. پاکستاني رسنۍ ډان ورځپاڼې د اکرام شیخ له خولې دا خبره کړې ده چی د پاکستان حکومت باید د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دغه لار د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیزي. هغه زیاته کړه: “د چمن پوله باید ژر تر ژره پرانیستل شي ترڅو د سوداګرو مالي زیانونه کم شي او د خوراکي توکو او درملو په ګډون د اړتیا وړ توکو ته اجازه ورکړل شي چې له دې پولې تېر شي.” اکرام شیخ د پاکستان دغه عمل یو بشري ناورین بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري دغه لار د ناروغانو پر مخ تړل شوې ده.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8651
- کې خپور شو 3:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 8651
- May 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8651
- کې خپور شو 3:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 8651
- May 16, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



