د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا میرزا جان چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د یوې مرمۍ له امله ټپي شوی و، نن ساه ورکړه. پاکستاني رسنۍ وايي، په شمالي وزیرستان کې د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان پر کاروان د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی. په دغه برید کې د مولانا فضل الرحمن درې مرستیالان وژل شوي او میرزا جان ټپي شوی دی. میرزا جان تر درملنې وروسته روغتون ته لېږدول شوی و، خو نن یې ساه ورکړه. پاکستاني چارواکو د برید پخلی کړی دی. بلخوا تحریک طالبان پاکستان د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وه.

- 50
- کې خپور شو 2:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 9134
- June 19, 2024
- کې خپور شو 2:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 9134
- June 19, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


آصف دراني: ګاونډي ته نه ویل، تاريخي تېروتنه ده
13 hours پیش

په ترکیه کې د افغان مهاجرینو د نیولو څپه
13 hours پیش

0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments