د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۱۴مه، د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره یوه غونډه وکړه ترڅو د حمل په ۳۰مه کابل ته د خپل سفر پایلې وڅیړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې په غونډه کې، چارواکو د کابل سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پخوانیو پریکړو د پلي کولو په برخه کې د پرمختګ په اړه راپور ورکړ.
د هغه په وينا، دا غونډه د اسحاق ډار د افغانستان د سفر پر مهال د شويو ژمنو د تعقیب لپاره جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې، اسحاق ډار یو ځل بیا د افغانستان سره د سوله ایزو اړیکو د رامینځته کولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اړیکو د پراختیا او د دوامداره پرمختګ او سیمه ایزې سوکالۍ د ملاتړ لپاره د پاکستان پر لید ټینګار وکړ.