د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د افغانستان د خلکو ریښتینی استازی نه دی

د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو پر رژیم سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د کابل اوسنی حاکم نظام «د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي» او د ښځو، توکمیزو ډلو او اقلیتونو د دوامداره ځپلو مسوول دی.
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د افغانستان د خلکو ریښتینی استازی نه دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د طالبانو د ویاند وروستي څرګندونې «بد نیت لرونکې او غلطوونکې» بللې دي.

نوموړي ویلي دي: «د طالبانو رژیم د افغانستان د ښځو، قومونو او اقلیتونو د دوامدار ځپلو مسوول دی.» هغه ټینګار وکړ چې دا رژیم «د افغانستان ریښتینی استازی نه دی» او له سختو داخلي درزونو سره مخ دی. دا څرګندونې وروسته له هغې سوې، چې ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د شنبې په ورځ وویل: د پاکستان ملکي حکومت غواړي له کابل سره اړیکې ښه کړي، خو د هغه هېواد پوځیان د دغو اړیکو د «نابودۍ او ګډوډۍ» هڅه کوي.

خو خواجه آصف دا څرګندونې رد کړې او «ګمراه کوونکې» یې وبللې. هغه وویل، د پاکستان سیاسي او نظامي مشرتابه د خپل هېواد د امنیتي تګلارو په اړه «پوره توافق نظر» لري. د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه، د هغه د هېواد خلک، په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي، ښه پوهېږي چې د طالبانو رژیم د هند تر ملاتړ لاندې ترورېزم ته «خیانت‌کاره ملاتړ» برابروي. هغه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «څلور کاله کېږي چې طالبان واک ته رسېدلي، خو لا یې هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې نړیوالې ټولنې ته یې ورکړې وې.»

خواجه آصف زیاته کړه، د طالبانو رژیم هڅه کوي د خپلې بې‌ثباتي، د همغږۍ د نشتوالي او د حکومت‌دارۍ د ناتوانۍ پټولو لپاره، له تبلیغاتي شعارونو او د بهرنیو عناصرو د «استازۍ» له رول څخه کار واخلي. نوموړي همدارنګه وویل، د طالبانو رژیم «د بیان، زده‌کړې او سیاسي استازیتوب بنسټیز حقونه خفه کړي دي.» هغه په پای کې ټینګار وکړ، د پاکستان سیاست د خپلو وګړو د ساتنې لپاره د سرحدي ترورېزم او پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) نظریې پر وړاندې، یو واحد او ثابت دریځ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط