د پاکستان دفاع وزیر: د تورخم دروازه یوازې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره خلاصه ده

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، ویلي چې د تورخم د پرانیستو موخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر اسانتیا ده، او دا یې هم زیاته کړې چې د طالبانو له پلاوي سره تر خبرو پای ته رسېدو پورې به د ویزو ورکولو لړۍ بنده وي.
د پاکستان دفاع وزیر: د تورخم دروازه یوازې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره خلاصه ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه آصف څرګنده کړې چې د تورخم بندر یوازې د هغو افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنېدو لپاره پرانیستل سوی، چې په پاکستان کې ناقانونه مېشت دي.

هغه ویلي چې د ویزو صادرول به هم تر هغو ځنډول سوي وي، څو د طالبانو له استازو سره روانې خبرې پای ته ونه رسېږي. نوموړي روښانه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې به ټول تجارتي فعالیتونه د تورخم په بندر کې تړلي پاتې سي.

دا لاره له هغه وخته بنده وه، چې د میزان په ۱۹مه د طالبانو او د پاکستاني چارواکو ترمنځ نښتې پېل سوې، خو د عقرب په ۱۰مه (شنبه) یوازې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره بېرته پرانیستل سوه.

خواجه آصف د پاکستاني جيونيُوز تلویزیون سره په خبرو کې ویلي: «افغانستان مخکې له دې د هغو اتباعو د منلو مسوولیت نه اخیست، چې په ناقانونه ډول په پاکستان کې اوسېدل، او دا یې د پاکستان ستونزه بلله.» د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې د افغان کډوالو موضوع اوس یوه نړیواله مسئله ګرځېدلې ده، او دریم هېوادونه لکه قطر او ترکیه په دې بهیر کې مهم رول لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط