د وال سټریټ ژورنال راپور: امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې نه خوشي کوي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د امریکايي چارواکو په وینا، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د کنګل شوې پیسې په اړه خبرې اترې وځنډول شوې.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې په امریکا کې د طالبانو تر راڅرګندیدو وروسته کنګل شوې.

په دې وروستیو کې ویل شوي چې امریکا او طالبان د دغو زیرمو د خلاصون په اړه خبرې کوي.

ویل شوي چې امریکايي او طالب چارواکو خپل وړاندیزونه تبادله کړي دي چي د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو زیرمې چې له هیواده بهر بندې دي، د اعتماد وړ امانتي صندوق ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په امریکا کې د بندو شویو اوو میلیاردو ډالرو له ډلې ۳.۵ میلیارده ډالر د افغانستان له خلکو سره د مرستې او پاتې نیمايي یې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ځانګړي کړل.

سپینې ماڼۍ هغه وخت ویلي وو چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو لپاره د ټاکل شویو پیسو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه به د محکمې په پرېکړې پورې اړه ولري.

بیشتر بخوانید:  زیلینسکي به د یوه مات شوي مشر په توګه له دندې ګوښه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x