د هند ۱۶ ټُنه بشري مرسته افغانستان ته راورسېده

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د نوې ډهلی له لوري د افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې، د هند حکومت له ۱۶ ټُنو څخه ډېر درمل او طبي وسایل د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه کابل ته لېږلي دي.
د هند ۱۶ ټُنه بشري مرسته افغانستان ته راورسېده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له کابل سره د نوې ډهلی د بشری مرستو په دوام کې هند له دغه وزارت سره د ۱۶ټنو څخه ډیر درمل او طبی وسایلو مرسته کړی ده.

شرافت زمان، د عامې روغتیا وزارت ویاند، د یک‌شنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه) په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي چې دا درمل او تشخیصاتي وسایل د هغو ناروغیو د مخنیوي لپاره ورکړل سوي دي چې د ناقلینو یا لیږدونکو حشراتو له لارې خپرېږي، لکه ملاریا، د ډینګي تبه او لیشمانیا.

نوموړي زیاته کړه: «دا درمل او د تشخیص کټونه به په افغانستان کې د ملاریا او نورو ناقلینو له لارې د منتقله ناروغیو د ملي برنامې ملاتړ وکړي.» د طالبانو د چارواکو په وینا، د دغو مرستو هدف د هېواد د روغتیایي سیستم د ظرفیت لوړول دي تر څو د ګرمو موسمونو په جریان کې د ساري ناروغیو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وسي.

دغه جوپه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له وروستي سفر وروسته له نوې ډهلی څخه افغانستان ته رالېږل سوې ده. هند له دې وړاندې هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته څو امبولانسونه او د درملو بسته‌جات ورکړي وو. د سیمه‌ییزو اړیکو کارپوهان وایي، دا اقدام د هند د محدود خو بشردوستانه تعامل دوام څرګندوي، سره له دې چې نوې ډهلی لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه‌دی پېژندلی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط