د مکسیکو د سرحدي ښار جواریز په زندان کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د مکسیکو د سرحدي ښار جواریز په زندان کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د معمار د خبر له مخې؛ د چاهوا ایالت څارنوال ویلي، چې د زندان په دې برید کې له وژل شویو کسانو څخه ۱۰ امنیتي پرسونل او څلور بندیان دي.

سمدستي په ډاګه شوې نده، چې برید چا کړی دی.

څارنوال زیاته کړې، په لومړنیو پلټنو کې په ډاګه شوې شوې، چې بریدګر پر ځايي وخت د سهار اووه بجې له زغره والو موټرو سره زندان ته دننه شول او ډزې یې وکړې.

دغه راز له دې پېښې څو دقیقې مخکې؛ چارواکو د ښاروالۍ پولیسو ته نږدې له یوه وسلوال بریده خبر ورکړی و، چې له څارنې وروسته څلور کسان او یوه لارۍ ونیول شول.

د ښار په یوه بله برخه کې، دوه نور موټر چلوونکي له هغې وروسته ووژل شول، چې چارواکو وسلوال برید یاد کړی دی.

دولتي څارنوال په دې اړه، چې آیا دا درې پېښې سره تړاو لري؛ څه ندي ویلي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په اګست میاشت کې د مکسیکو په سلګونه سرتېري له هغې وروسته جواریز ته واستول شول، چې د دوه سیالو کارتیلونو د غړیو ترمنځ د زندان د شخړې له کبله د ګډوډۍ او ډزو لامل شو؛ هغه مهال ۱۱ کسان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي وه.

بیشتر بخوانید:  د ایران د کورنیو چارو وزیر: د غیرقانوني کډوالو تنظیمول باید د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ واټن رامینځته نه کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x