د ملګرو ملتونو د مرستو ډلې د زلزله‌ځپلو سیمو په لور واستول سوې

د ملګرو ملتونو استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د دې سازمان د بیړنیو مرستو ډلې د افغانستان شمال کې هغو سیمو ته استول سوې دي چې له وروستۍ زلزلې‌ څخه سختې زیانمنې سوې دي، څو د خلکو اړتیاوې وارزوي او عاجلې مرستې ورسوي.
د ملګرو ملتونو د مرستو ډلې د زلزله‌ځپلو سیمو په لور واستول سوې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو استازولۍ د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) په خپل رسمي ایکس پاڼه لیکلي: «ملګري ملتونه د زیانمنو ټولنو ترڅنګ ولاړ دي او د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره اړینې مرستې برابرېږي.»

د وروستۍ زلزلې په پایله کې چې د سمنگان ولایت په بېلابېلو برخو کې سوې، تر دې دمه لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل سوي او له ۳۲۰ ډېر نور ټپیان سوي دي. د کورنیو او نړیوالو مرستندویو ډلو د مرستې او د ټپیانو د انتقال بهیر روان دی، او چارواکي وايي ښایي د تلفاتو شمېر نور هم زیات سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه