د ملګرو ملتونو او چین چارواکو د مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر څو اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر دفتر اعلان کړی چې ددې ادارې استازی په افغانستان کې او د چین سفیر په کابل کې د یوه کتنې پر مهال د هغو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي.
د ملګرو ملتونو او چین چارواکو د مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر څو اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عرفات جمال د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازی په افغانستان کې، او ژاو شینګ د چین سفیر په کابل کې، د یوې کتنې پر مهال د بېرته راګرځېدونکو افغانانو وضعیت وڅېړه او د بشري مرستو او د بېرته ځای پر ځای کېدو د اسانتیاوو د پیاوړتیا په اړه یې بحث وکړ.

عرفات جمال ویلي: «د افغان مهاجرینو داوطلبانه او دایمي ستنېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې د هغوی د ژوند کولو، د اساسي خدماتو د لاسرسي او امنیت زمینه برابره سي، او دا کار د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې جدي همکارۍ ته اړتیا لري.»

په همدې حال کې، د چین سفیر ژاو شینګ ټینګار کړی چې بېجنګ به د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو په برخه کې له نړیوالو بنسټونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغان مهاجرینو د شړلو لړۍ په ځانګړي ډول له پاکستانه چټکه سوې او زرګونه کورنۍ په سختو شرایطو کې افغانستان ته بېرته راستانه سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط