د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو د ایتلاف بنسټ غوښتنه: د طالب مشرانو د معافیت موده مه غځوئ

memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=890
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 890
کې خپور شو 12:51 ق.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه ایتلاف د یوه لیک په استولو سره د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د طالبانو ټولو مشرانو ته د سفر معافیت پای ته ورسوي.

دغه ایتلاف ویلي، سره له دې چې طالبانو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته د درناوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې کړې، دغه ډله بېرته خپلو سختو قوانینو ته راستانه شوې ده.

د دغه ايتلاف د دغو ښځينه غړو په وينا، طالبانو نه يوازې پر ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي، بلکې د ښځو د شلو کلونو لاسته راوړنې يې هم له منځه وړي دي.

دوی ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو ازادي سلب کړې او تر ۱۲ کلنۍ پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي.

په لیک کې راغلي چې طالبانو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت لغوه کړی او د ښځو د خوندیتوب لپاره هیڅ میکانیزم نه لري.

د دغو مېرمنو په وینا پر طالبانو سیاسي فشارونه باید دوام ولري څو دغه ډله خپله تګلاره بدله کړي.

دغه ائتلاف له نړۍ غوښتي چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو د سفر معافیت دې پای ته ورسوي.

د دوی په لیک کې راغلي چې د طالبانو ۱۳۵ غړي تر سفري بندیزونو لاندې دي چې له دې جملې څخه ۱۳ یې په ۲۰۱۱ کال کې د سولې په معنی‌دارو خبرو کې د ګډون په خاطر د سفر معافیت ترلاسه کړی و.

په همدې حال کې د طالبانو د رهبرۍ د ۱۳ غړو د سفر معافیت د جمعې په ورځ د اګست په ۲۰ پای ته ورسېد، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اختلافاتو له امله تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
neshast-komosion-abi
د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به په تهران کې ترسره سي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال هوکړه کړې چې د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به ژر په تهران کې ترسره سي، څو د حق‌الابه او نړیوالو تالابونو اړوند موضوعات تعقیب سي.
2
په افغانستان کې بې‌پلانه ښاري کېدل؛ د بحران په لور که د بدلون فرصت؟
MOZAKERAT-TURKIYE1-1
د طالبانو او پاکستان دویم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو چې د ترهګرو سرحدي ډلو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د ګډ عمل د میکانېزم د رامنځته کولو په موخه د درې ورځو لپاره په استانبول کې ترسره سوې، بې‌نتیجې پای ته رسېدلی دی.
hekmatiar
د حکمتیار خبرداری پاکستان ته: ګواښ او برید د شخړو د حل لاره نه ده
ګلبدین حکمتیار، د پاکستان ولس او پارلمان ته په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی چې دواړه مسلمان هېوادونه د یوې خطرناکې نښتې په درشل کې ولاړ دي. هغه له اسلام‌آباده غوښتي چې د افغانستان په اړه عادلانه او منطقي سیاست غوره کړي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.