د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا ځینو مشرانو د شنبې په ورځ په انقره کې د امریکا د نړیوالې سولې بنسټ له پلاوي سره وکتل. په دې غونډه کې د مقاومت د عالي شورا لوړ پوړو غړو، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، الماس زاهد او بصیر انور په څېر شخصیتونو ګډون کړی و. د غونډې یوه ګډونوال وویل چې د امریکا د نړیوالې سولې بنسټ څېړونکو د مقاومت د عالي شورا له مشرانو سره د افغانستان د سولې پروسې د بیا پیلولو په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې د دې شورا مشرانو په هیواد کې د سولې او ملي پخلاینې د خبرو اترو په اړه خپل دریځونه څرګند کړل.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119111
- کې خپور شو 12:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 119111
- February 2, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119111
- کې خپور شو 12:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 119111
- February 2, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:14 - February 2, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



