د مقاومت جبهې په پنجشېر کې د طالبانو د ۳۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د سنبلې په ۱۹ مه شپه د مقاومت جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه چې پرون په پنجشیر کې له څو ساعته جګړې وروسته ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، طالبانو تېره ورځ د فراه، ابدره، حصارک، مانجهور، عبدالله خېلو، شابه، د دره او آبشار کوماندو، پشغور او خنج په سیمو کې د ملي مقاومت د ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه پیل کړل. خو دا بریدونه ناکام شول.

سیمه ییزو سرچینو هم پرون ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې په پنجشیر او اندرابه کې د طالبانو د نظامي مشر ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو تر ټولو ستر عملیات د پنجشیر په پنځو ولسوالیو کې ناکام شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، چې د دې عملياتو تر پيل وړاندې طالبانو د پنجشېر له بېلابېلو سيمو لسګونه کورنۍ کډه کولو ته اړې کړې وې.

بیشتر بخوانید:  افغان خبریالې زهرا جویا د ځوانو رهبرانو د نړیوال فورم د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x