د محرم په ماتم د طالبانو محدودیت؛ ایا د محرم ماتم هم له اسلام سره په ټکر کې دی؟!

لنډ لینک: https://memar.press/?p=9490
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 9490
کې خپور شو 6:12 ب.ظ

په کابل او هرات کې د خلکو سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د محرم د میاشتې په مناسبت په یو شمېر ښارونو کې د ماتمونو بیرغونه ښکته کړي او چپه کړي دي. ځايي سرچينې وايي، طالبانو ماتم کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د خپلو کورونو پر بامونو دې د بيرغونو له لګولو ډډه وکړي، که نه نو له “جدي اقدام” سره به مخ شي. په هرات کې هم راپورونه وايي چې طالبانو د ښار جوماتونو ته خبرداری ورکړی چې د محرم ماتم کوونکي له ښاره د تېرېدو حق نه لري. په دیوالونو او موټرونو کې د هر ډول بیرغونو، چتونو، زنځیرونو لګول او د مذهبي شعارونو لیکل هم منع دي. په ورته وخت کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د محرم په ماتم د بندیزونو ورته خبرونه ترلاسه شوي دي. په همدې لړ کښې ځینو خبری سرچینو اعلان کړی دی چې یو دیني عالم او په کابل کښې د “سخي” زیارت کلتوري مشر حجت الاسلام “سید کاظم حجت” د طالبانو ډلې د استخباراتو لخوا نیول شوی دی. ویل شوي چې ښاغلي حجت د محرم د ماتم پر مراسمو د طالبانو د ډلې له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله نیوکه کړې وه او د دغې ډلې له خوا نیول شوی و. د محرم په میاشت کې د ماتم په اړه د طالبانو بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغان شیعه ګانو د محرم د میاشتې د حکومتي چارو د نه ګډوډولو په لاره کې خپله نیک نیتي ثابته کړې ده. د شیعه علماوو شورا تل له افغان حکومت سره پر نږدې اړیکو ټینګار کړی دی چی د امام حسین علیه السلام د شهادت د ورځې په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کول یو مذهبي رسم دی چې ریښې یې په دیني تعلیماتو او اسلامي دودونو کې دي او د محرم الحرام لمانځل یو مذهبي دود دی چی دا د طاغوت پر وړاندې د امام حسين قرباني او پاڅون، د دين د ناسمو لوستلو او د اسلامي ټولنې په رهبرۍ کې د انحراف مخه نيسي. د محرم ورځې یو ښه فرصت دی چې د عاشورا د پاڅون موخې وڅېړل شي او ټولنه دې ته چمتو کړي چې د غونډو او ماتمونو په بڼه دیني مفاهیم ومني او نه یوازې دا چې له دین سره په ټکر کې نه دي، بلکې ټولنه د دین منلو ته هڅوي. د طالبانو د ځینو سازمانونو له خوا د حسینې په ماتمونو بندیزونو شیعه ټولنه او حتی نور مسلمانان او د امام حسین مینه وال خپه او مایوسه کړي دي او د هغوی په ذهنونو کې یې دا عقیده پیدا کړې ده چی د طالبانو اداره د شیعه مذهب له بنسټ سره ستونزه لري، په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې شیعه ګان زموږ وروڼه دي. نو له همدې امله د طالبانو حکومت باید د محرم د ماتم د آزادې په اړه د افغانستان له شیعه ټولنې سره همکاري او هڅې وکړي او له هغو اشخاصو او بنسټونو سره پرېکنده چلند وکړي چې د خلکو تر منځ د اختلاف او مایوسۍ لامل ګرځي. په افغانستان کې د محرم د میاشتې ازاده او بې قید وشرطه نمانځل به نه یوازې د شیعه ګانو لپاره د قناعت وړ او ګټور وي، بلکې دا د طالبانو لپاره د یو بل منلو او د اقلیتونو حقونو ته د درناوي په برخه کې یوه ازموینه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.