د لاس انجلس اورلګېدنې د مړو شمېر ۱۶ ته ورسېد

افزایش شمار قربانیان آتش‌سوزی‌های لس‌آنجلس به ۱۶ نفر

د لاس انجلس په پنځو لویو سیمو کې اورلګېدنې چي د سې شنبې څخه پیل شوي دي تر اوسه پورې ۱۶ کسان وژلي او ۱۲۰۰۰ ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي. تر ټولو لویه اورلګېدنه د لاس انجلس په لویدیځ کې د پالیسادس په سیمه کې رامنځته شوه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۲۰۰۰ هکتاره ځمکه سوځولې ده. په ایسټون سیمه کې، نږدې ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه په ایرو بدله شوي ده. د اور وژنې چارواکو ټینګار وکړ چې د اور د کنټرول لپاره هڅې روانې دي، خو د هوا د خرابوالي او تیزو بادونو له امله وضعیت ستونزمن شوي دي. اټکل کیږي چې دې اورونو تر اوسه پورې له ۱۵۰ ملیارد ډالرو څخه ډیر زیان اړولی دي.

بیشتر بخوانید:  اصف درانی: پاکستان باید نړیواله ټولنه وهڅوي چې له طالبانو سره تماس ونیسي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه