د قندهار په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نوې نښته

معتبره سرچینې تاییدوي چې د قندهار د شورابک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وسله‌واله نښته سوې ده.
د قندهار په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نوې نښته

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، معتبره سرچینې تاییدوي چې د قندهار د شورابک ولسوالۍ په سیمه کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وسله‌واله نښته سوې ده. ددې سرچینو په وینا، د اور تبادله د دواړو لورو ترمنځ په تېرو څو ساعتونو کې سوې، خو د تلفاتو او د نښتې د دقیق علت په اړه لا جزئیات نه دي خپاره سوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکیچونه زیات سوي او څو ځلې نظامي بریدونه رپوټ سوي دي. تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو رسمي چارواکو د دې نوې نښتې په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

بیشتر بخوانید:  پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه