د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، قطر ته د خپل سفر په جریان کې د مریم بنت علي المسند (د نړیوالو چارو وزیره) او لولوه الخاطر (د لوړو زده کړو وزیره) سره ولیدل.
په دې خبرو اترو کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو لپاره په علمي او کلتوري همکارۍ او ملاتړ ټینګار وشو.
طالبانو د بشري مرستو، د روغتونونو د جوړولو او د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دواړو خواوو د پوهنتونونو د استادانو د روزنې، اکاډمیکو تبادلو او د افغانستان د تعلیمي سیسټم د پیاوړتیا په اړه هم موافقه وکړه.
طالبانو ویلي چې د لوړو زده کړو پراختیا د هیواد د بیارغونې لپاره اړینه ده او د قطر د ملاتړ هرکلی کوي.