د فرانسې او تاجکستان مشران د افغانستان په اړه خبرې اتري

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ رحمان او مکرون د شنبې په ورځ (نومبر ۲۶) د افغانستان پر وضعیت او راتلونکو پرمختګونو خبرې وکړې. د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه خبرې اترې د فرانسې په غوښتنه ترسره شوې او د افغانستان مسئلې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. په دې کتنه کې د افغانستان د راتلونکي پوځي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه د نظر تبادله وشوه. د تاجکستان او فرانسې ولسمشرانو د “سیمې د امنیت د تامین لپاره د یوه مهم شرط په توګه د سولې او ثبات په لور د افغانستان د لارښوونې لپاره” د ګډو لارو چارو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دواړو خواوو د سیمه ایز امنیت د تامینولو او د ترورېزم، افراطیت او د مخدره موادو د قاچاق په شان له عصري ګواښونو او ننګونو سره په ګډه د مقابلې په اړه خبرې اترې وکړې. تر دې مخکې تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو له افغانستان څخه د امو له لارې بلې غاړې ته د ترهګرۍ د خپرېدو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بیشتر بخوانید:  د شیعه عالمانو د شیعه ټولنې د ستونزو د حل غوښتنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x