د طالبانو یو چارواکی د خلکو د ستونزو پر حل ټینګار کوي

د طالبانو یو چارواکی د خلکو د ستونزو پر حل ټینګار کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار او لغمان ولایتونو له مشرانو او علماوو سره په کتنه کې د خلکو د ستونزو د هواري او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د دغې ډلې پر ژمنتیا ټینګار وکړ. په دغه کتنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د میزان ۲) جوړه شوې وه، د ننګرهار او لغمان ولایت مشرانو او علماوو د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، په لرو پرتو سیمو کې د رغنیزو پروژو پلي کولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. د ننګرهار او لغمان ولایتونو مشرانو او علماوو هم مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د یو شمېر سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه وړاندیزونه وکړل.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو ویاند: ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو د ښه کولو ژمنه کړې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x