د معمار پرس د خبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار سره په ليدنه کې وويل: د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو لا پیاوړتیا د دواړو لورو لپاره مهمه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره وکتل. په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار مردیف القشوتي وویل، افغانان او قطریان دوه دوستان هېوادونه دي او هېواد یې غواړي چې د پوهنې او روغتیا د برخو په پیاوړتیا او عمومي کولو کې رغنده رول ولوبوي.

- 66
- منتشر شده در 2:43 ب.ظ
- شماره خبر 10213
- August 22, 2024
- منتشر شده در 2:43 ب.ظ
- شماره خبر 10213
- August 22, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:43 - August 22, 2024
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10213
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



