د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د اوبو او انرجۍ وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په حواله، د وزارت د تجدید وړ انرجۍ د څانګې د مشر جان محمد حمزه په مشرۍ پلاوی تهران ته تللی دی.
د سرچینې په وینا، د دې سفر موخه د تجدید وړ انرجۍ، کورنیو ظرفیتونو، صنعتي پراختیا، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا په برخه کې د طالبانو د پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ده.