د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپل وروستي محدودیتي اقدام کې کورنیو رسنیو ته د “د سیاسي پروګرامونو د ترسره کولو پالیسي” په نوم څلور مخیز لارښود خپور کړی دی.
د دې لارښود له مخې، رسنۍ اړ دي چې د سیاسي پروګرامونو د خپرولو دمخه خپل محتوا وزارت ته د تصویب لپاره وسپاري.
همدارنګه، د دې پروګرامونو میلمانه او شنونکي باید له دې ادارې څخه د هویت کارتونه ترلاسه کړي.