د طالبانو له حضور پرته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډه پیل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶مه) د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډه پیل شوه.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون لري.

په افغانستان کې ملي پخلاینه، ټول شموله حکومتولۍ، په افغانستان کې سوله او ثبات او د سیمې امنیت د دغې غونډې د موضوعاتو په سر کې دي.

د مسکو په غونډه کې به د طالبانو هېڅ استازی ګډون ونه کړي. ځکه دې غونډې ته طالبان نه دی بلل شوي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته به د دغې ډلې له شتون پرته نیمګړې وي.

د طالبانو د دې نیوکو په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هیڅ راز پټ نه دی او هېواد به یې طالبانو ته د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي ناستې پایلې ووايي.

بیشتر بخوانید:  د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جوزجان د ورزشکارانو ستونزې واورېدې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x