د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: قطر په پکتیا کې د افغان راستنېدونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: قطر په پکتیا کې د افغان راستنېدونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړوي

دا خبره د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړه چی د قطر سرې میاشتې په پام کې لري چې د پکتیا ولایت په رباط ګردیز سیمه کې ۵۰ کورونه، ښوونځي، روغتیايي او تفریحي مرکزونه جوړ کړي. دا کار د افغان مهاجرینو او هیواد ته راستنیدونکو سره د مرستې په موخه ترسره کیږي. د دغو ودانیو د جوړولو چارې به له طالبانو سره په پوره همغږۍ ترسره شي. له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر زیاتوالي ته په پام سره، د قطر د سرې میاشتې دغه اقدام کولای شي د دغو کسانو لپاره د استوګنې د بحران په حل کې مرسته وکړي. د قطر د سرې میاشتې خیریه او نړیوالې پراختیايي ادارې له دې وړاندې هم د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کورونو جوړولو ژمنه کړې وه.

بیشتر بخوانید:  ملابرادر د ایران د ملي امنیت د شورا له منشي سره په کتنه کښې وویل: افغانستان هیڅ ګاونډی هیواد ته ګواښ نه دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x