د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې افغان حکومت هڅه کوي د کډوالو د باعزته راستنیدو لپاره شرایط برابر کړي او په هیواد کې یې د راستنیدونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره ولیدل.
په دې غونډه کې مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه هڅه کوي چې په ګاونډیو هیوادونو کې میشت افغان کډوال په عزت سره هیواد ته راستانه شي. د هغه په وينا، په هېواد کې دننه د دوی لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
له بلې خوا، نورالدین عزیزي هم په دې غونډه کې وویل چې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په جریان کې یې د سوداګریزو مسلو سربیره، د افغان کډوالو پر ستونزو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې پاکستاني لوري ډاډ ورکړی چې دا ستونزې به حل شي.