د معمار پرس د خبر له مخې؛ مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې د ځوان نسل، په ځانګړې توګه راستنیدونکو کډوالو لپاره د تعلیمي فرصتونو او فکري ودې برابرول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
هغه زیاته کړه چې د کډوالو چارو وزارت په مختلفو سکتورونو کې د دې ډلې د ملاتړ لپاره کار کوي.
د کډوالو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو وزارت مرستیال محمد یونس راشد هم په کابل او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د وزارت د اصلاحاتو او تعلیمي پروګرامونو اعلان وکړ.
هغه وويل چې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ د راستنېدونکو ځوانانو د ادغام لپاره ځانګړي پروګرامونه طرح او پلي کېږي.