د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه، د دلو ۲۴مه، په یوه بیانیه کې وویل چې د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا له عمومي منشي جان ایګلند سره وکتل. د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر د ناروې د کډوالو شورا له سکرتر جنرال سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان به تر هغه وخته پورې د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا ولري تر څو چې اقتصادي ثبات ترلاسه نه کړي. په هغه غونډه کې چې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو د بیاکتنې لپاره جوړه شوې وه، ایګلند وویل چې دا شورا د داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستې سربیره، په بیلابیلو برخو کې له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو سره هم مرسته کوي.

- 52
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118117
- کې خپور شو 4:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 118117
- January 23, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118117
- کې خپور شو 4:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 118117
- January 23, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:03 - January 23, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



