د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د افغانستان د پخواني رژیم ښځینه پولیسو د ځورولو د راپور په غبرګون کې اعلان وکړ چی د طالبانو د عمومي بخښنې حکم د ښځو په ګډون پر ټولو مساوي تطبیقېږي. هغه زیاته کړه، په تېر حکومت کې د دندو د ترسره کولو له امله هېڅ کارکوونکی نه ګواښل کېږي او د ګواښ په صورت کې باید کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړل شي. قانع ټینګار وکړ چې ګواښ کول جرم دی او هیڅوک باید خپل هیوادوال نهتهدیدوي. په همدې حال کې راپورونه ښيي چې د پخواني رژیم ښځینه پولیسو د طالبانو له وېرې او د کورنۍ تاوتریخوالي له امله ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلې دي.

- 77
- کې خپور شو 12:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 105038
- October 17, 2024
- کې خپور شو 12:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 105038
- October 17, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:54 - October 17, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105038
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
11 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
11 ساعتونه پیش
