د طالبانو د کار وزارت بهر ته د کارګرانو د لېږلو هڅې پیل کړې

د طالبانو د کار وزارت بهر ته د کارګرانو د لېږلو هڅې پیل کړې

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه کوي له یو شمېر هېوادونو سره د باور فضا رامنځته کړي، څو وړ کسان هغو هېوادونو ته ور وپېژندل شي چې کارګران ومني. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د ٢٣ خصوصي استخدام شرکتونو له مسوولينو سره په کتنه کې هغو هېوادونو ته د مسلکي او نيمه مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو په اړه خبرې وکړې چې استخدام کوي. په دې کتنه کې عمري وويل چې قطر او روسيې ته يې د سفرونو په ترڅ کې د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره تفاهم ته رسېدلي دي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو د ډیپلوماټ احضارول د وروستیو سرحدي نښتو په غبرګون کې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x