د طالبانو د واکمنۍ یو کال ؛کرزی: په تېر کال کې د تلفاتو له کموالي پرته نور هرڅه منفي وو

د طالبانو د واکمنۍ یو کال  ؛کرزی: په تېر کال کې د تلفاتو له کموالي پرته نور هرڅه منفي وو

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان خلک اوس په هېواد کې د پراخې جګړې د پای ته رسېدو له امله خوښ دي. خو د هغه په ​​وينا، “خلک له سترو ستونزو سره مخ دي.”

هغه د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د میلیونونو افغانانو مهاجرت یوه ضایعه وبلله.

کرزي وویل: زموږ لوستي کسان له هېواده وتلي او زموږ اقتصاد په ډېر بد حالت کې دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د ملي زیرمو له لاسه ورکول او د هېواد د بنسټونو سقوط او په پای کې د افغان حکومت سقوط ستر زیان دی.

ښاغلي کرزي بیا هم ټینګار وکړ چې افغانستان به هغه وخت خوشحاله وي چې ماشومان یې تعلیم یافته شي او ښځې او نارینه د هېواد لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي چې افغانستان کولای شي د ملي خبرو له لارې پیوستون ترلاسه کړي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د پوهنې وزارت د غیر حنفي کتابونو د راټولولو امر
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x