د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دوی د ډلې ټول قوانین به د حنفي فقهي سرچینو پر بنسټ تالیف او نهایی شي. دا موضوع په کابل کې د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم حیدر او د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخت ترمنځ په یوه غونډه کې راپورته شوه. د طالبانو د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د قانون جوړونې پروسه به د حنفي فقهې د اصولو سره سم ترسره شي، او د فقهې نورې سرچینې به پدې پروسه کې رول ونلري. د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخت ویلي دي چې د بیرته راستنیدو سره به د خپل سفر راپور د اسلامي همکاریو سازمان غړو ته وړاندې کړي ترڅو دې اندیښنو ته رسیدګي وشي.

- 73
- منتشر شده در 12:24 ب.ظ
- شماره خبر 120915
- February 18, 2025
- منتشر شده در 12:24 ب.ظ
- شماره خبر 120915
- February 18, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:24 - February 18, 2025
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=120915
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط



