د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلالي جلالي د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د یونیسف له مشر تاج الدین اویلا سره ولیدل. غونډه د روغتیایی خدماتو په پیاوړتیا متمرکزه وه.
پدې خبرو اترو کې د درملو کیفیت، روغتونونو او روغتیایی مرکزونو ته د هغې په وخت رسولو او د روغتیایی خدماتو د ګډې څارنې په اړه بحث وشو. د روغتیایی کارمندانو د ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې وشوې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر روغتیایی مرکزونو ته د درملو په وخت رسولو اړتیا باندې ټینګار وکړ. هغه په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.