د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان له یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره په کتنه کې وویل چې د دغې ډلې حکومت به د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو ته د حاضرېدو لپاره اقدام وکړي. د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال زیاته کړه چی د دې ډلې حکومت “د شیعه دیني عالمانو په همکارۍ ډاډمن دی، او حکومت هم هڅه کوي چې په وخت سره د دوی نظرونه او مشورې واوري او د دوی ستونزو ته د حل لاره ومومي.” په دې کتنه کې دیني عالمانو او مخورو شیعه ګانو په هېواد کې د ملي یووالي په ساتنه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دوی به د طالبانو له حکومت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10974
- کې خپور شو 1:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 10974
- October 8, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10974
- کې خپور شو 1:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 10974
- October 8, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:21 - October 9, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



